اسلام آباد ۔ 02 فروری (اے پی پی) داخله وزير چوهدري نثار علي خان سره د اروپائي ائتلاف سفير كاشن فر??کو??س جین د زيارت په ورځ ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د اروپائي ائتلاف لخوا پاكستان سره په پېل كړې شوي نوي ستراتيجيكي پارټنرشپ او د دوه اړخيزه مرستې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ داخله وزير ووئيل د پاكستان او افغانستان ترمينځھ فعاله بارډر مېنجمنټ د وخت مهم حاجت دے۔ په دې لړ كښې پرله پسې ګامونه پورته كولې شي۔ دا عمل به تر 2020ء بشپړ كړے شي۔ ده ووئيل د نړيوالې اېن جي اوز نوې قانونو ترمخه 50 څخه زياتو اېن جي اوز ته منظوري وركړې شوې۔ د باقي پاتې اېن جي اوز منظورۍ عمل راروانو 6 مياشتو كښی د بشپړ ك??دو هڅه روانه ده۔ داخله وزير ووئيل په غېر قانوني توګھ بهر هېوادونو ته د تلو په سوب ډي پورټ كړې شوي كسان به په هغه صورت كښی قبلولې شي كله چې د دوئي د شهريت تصديق وكړے شي۔ د اروپائي ائتلاف سفير كاشن فرنكوئس جين ووئيل د ترهه ګرۍ مخنيوي ٬ د امن او امان وضعې ښه ??الي او د غېر قانوني قاچاق مخنيوي له د پاكستان حكومت پورته كړې ګامونه د ستائنې وړ دي۔
داخله وزير چوهدري نثار علي خان سره د اروپائي ائتلاف سفير کاشن فرنکوئس جین وليدل
مضمون کا ماخذ : ہاٹ اسپن