اسلام آباد 10 مارچ(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئېلي دي د مسلم ليګ(ن)او پيپلز پارټۍ مشرانو په خپلو حكومتونو كښې شوكه كولو سره نه يوازې هېواد ته په معاشي توګه زيان رسولے بلكې ادارې يې تباه كړي او د سياست نه ئې اخلاقيات له مينځه وړي ٬ هم دا خلق د هېواد د اوسنو ستونزو ذمه وار دي٬ټول پاكستان د پخوانو واكمنو د كرپشن نه خبر دے٬دا قامي مجرمان دي۔دوي سره د اخلاقياتو او كرپشن خبره ښه نه ښائي۔د شورو په ورځ د نجي ټي وي پروګرام كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل تحريك انصاف د سېنېټ ټاكنې سپيځلې كولو لپاره ټول ضروري اقدامات كړي وو خو اپوزېشن د شو آف هينډز بشپړ مخالفت وكړو۔دا خلق اوس په كومه خله وائي چې د سېنېټ چيئرمېن ټاكنه دې اوپن وشي٬د اپوزېشن د خواهشاتو له مخې نه شو چلېدے٬مونږ د سېنېټ په ټاكنو كښې اپوزېشن بې نقابه كړے۔كه اوپن بېلټ شوے ؤ نو دا د ټولو په ګټه ؤ۔د سېنټ په ټاكنو كښې د اخستلو او خرڅولو په اړه شواهد د ټاكنو كميسون ته وړاندې كړے شوي۔ده ووئيل په كال 1985 كښې چې كله نواز شريف سياست ته راغلو نو د هېواد په سياست كښې يې د پیسو كلچر رامخې ته كړو ٬ د پيسو په زور ټاكنې ګټل د(ن)ليګ او پيپلز پارټۍ سياست دے او دې خلقو د هېواد په سياست كښې د پيسو د استعمال كلتور ته وده وركړې۔ده ووئيل ټول هېواد ته ملعومه ده چې د سېنېټ په ټاكنو كښې اخستل خرڅول كېږي او د سېنېټ په اوسنو ټاكنو كښې هم هغه روايت تازه كړے شوے۔ده ووئيل د تحريك انصاف حكومت د اخستلو او خرڅولو لړۍ ختمول غوښتل خو له بده مرغه اپوزېشن په دې لړ كښې ملګرتيا ونه كړه
د سېنېټ ټاكنو په اړه د پلټنو په لړ كښې به د الېكشن كمېشن سره مرسته كوو٬په ټي وي چېنل زما بيان له غلط رنګ وركړے شوے۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز
مضمون کا ماخذ : prêmios raspadinha