اسلام آباد 21جنوری(اے پی پی) د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير اسد عمر وئېلي دي د اقتصادي پرمختګ لپاره د ټېكس نېټ ورك پراخه كولو ضرورت دے۔د جمعې په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل پاكستانے اولس په ټېكس نېټ كښې د راتللو څخه ځان ساتي۔ده ووئيل مونږ له به فېډرل بورډ آف ريونيو(اېف بي آر)سسټم كښې په لويه پېمانه بدلون كول وي۔ده د خزانې وزارت او سټېټ بېنك آف پاكستان پالېسۍ ستائېلو سره ووئېل دواړو ادارو د شرح نمو ښه والي لپاره هلې ځلې كړي۔ده ووئيل د ټېكس وصولي د 3700 اربه نه تر 6100 ته رسېدلې۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل خرڅونو او درآمدات كمولو ته پام كول دي٬ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف حكومت په لږه موده كښې ګردشي قرض كښې كمے كړے۔د حكوت د خېرښېګړې سكيمونو سپيځلتيا په اړه ده ووئيل احساس پروګرام په ښه ډول كار كولو لپاره ډيجيټل كړے شوے
د اقتصادي پرمختګ لپاره د ټېكس نېټ ورك پراخه كولو ضرورت دے۔د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير اسد عمر ټي وي چينل سره خبرې
مضمون کا ماخذ : میگا جیک پاٹس: کلیوپیٹرا