اسلام آباد 13 جون (اے پی پی) د وفاقی تعلیم او پیشه وره تربيې دوهم وزير انجینئر محمد بلیغ الرحمن په مشرۍ كښې د نېشنل سکلز پوهنتون جوړولو په اړه د پیشرفت جاج اخستو له غونډه وشوه۔ غونډه كښې دوهم وزير ته وئيلي شو چې د پوهنتون جوړولو لپاره پی سی ون منظور شوې دغسې د پوهنتون چارټر لپاره بل د قامی اسمبلۍ سټينډنګ کمېټۍ ته وړندې كړې شوے او په مناسب وخت به ئې جاج اخستې شي۔ دوهم وزير ته د ایچ ای سی نمائندہ ووئيل د پوهنتون ستراتيجكي پلان ترتیب كولو له مشاورتی خذمات ترلاسه كړې شوي كوم به چې پھ پوهنتون كښې د لوستلو مهم نصاب نشاندهی هم كوي۔ دوهم وزير ایچ ای سی ته سپارښتنه وكړه چې د نړۍ د ښه سكلز پوهنتونونو جا?? واخلي ۔ ده ووئيل د پوهنتون جوړولو مقصد زمونږ زراعت او انډسټری له ښه هنرمند افرادی قوت وركول دي۔ ده ووئيل د سي پيك پروژو لپاره هېواد ته د ښه هنرمند افرادی قوت حاجت دے او پوهنتون به پھ دې لړ كښې مهم کردار ترسره كوي۔ نېشنل سکلز پوهنتون د وزیراعظم د سپارښتنې په رڼا كښې جوړېږي او د دې ایکټ په 2016ء كښې پاس کړې شوے۔
د محمد بلیغ الرحمن په مشرۍ كښې په غونډه كښې د نېشنل سکلز پوهنتون جوړولو په اړه د پیشرفت جاج واخستلې شو
مضمون کا ماخذ : پشاور لاٹری