اسلام آباد۔22جولائی(اے پی پی) د وزيراعظم د قامي سلامتيا سلاكار ډاكټر معيد يوسف وئيلي دي د افغانستان د مشرانو ??ار??اكو د “احمقانه بیانونو” له امله پخپله د افغانستان سپکاوی كېږي او دا عهدېدار په قصد سره پاكستان سره دوه اړخيزه اړيكو ته زيان رسوي۔ د سماجي رابطې په وېب سائټ ټويټر خپل بيان كښې معيد يوسف ووئيل پاکستان په افغانستان کښې د بشپړه سیاسي حل لارې چارې اسانولو له لوظي دے۔ ه??ه ووئيل دې حوالې سره وزيراعظم عمران خان هڅې روانې ساتلو له په دې وروستيو كښې افغان صدر اشرف غني سره په ملاقات كولو اتفاق كړے ؤ۔ د قامي سلامتيا سلاكار ووئيل چې كابل كښې د انتشار پېدا كوؤنكو عناصر لخوا ناوړه او غلط بيانونه ٬ ك??م چې د بده مرغه زمونږ په افغان وروڼو خوېندو د مشرانو عهدېدارو په حېث مسلط دي د دوه اړخيز اړيكو خرابولو پرله پسې هڅې كوي چې مقصد ئې خپلو ناكامو څخه پام بل پلو كول دي۔ ه??ه ووئيل افغانستان داسې احمقانه بيانونو سره شرمنده كولې شي۔ افغان بايد دا باور ولري چې هر څوك د دې انتشا?? رامخې ته كوؤنكو عناصر و ناوړه ايجنډا ليدلې شي۔ معید یوسف ووئيل مونږ به افغانستان كښې امن او ثبات لپاره د پاكستتان په مرسته د شرخوښ عناصرو د اغېز پرېوتو اجازه ورنه كړو۔
د افغانستان د مشرانو چارواکو د “احمقانه بیانونو” له امله پخپله د افغانستان سپکاوی كېږي۔ د قامي سلامتيا سلاكار
مضمون کا ماخذ : امکان ہے کہ میگا سینا