اسلام آباد 01 فروري(اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي په ټولنه كښې مثبت بدلون لپاره د مولانا ظفر علي خان په صحافتي ميراث عمل كولو ته اړتيا ده۔د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د مولانا ظفر علي خان ټرسټ چيئرمېن خالد محمود په مشرۍ كښې پلاوي سره د ملاقات په مهال وكړه۔صدر ووئيل مولانا ظفر علي خان اردو ادب او د ذمه وار صحافت په وده كښې مهم كردار ترسره كړے ۔مېډيا له په هېواد كښې غېر جانبداره صحافت زياتولو لپاره د مولانا په نظريات عمل كولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل د مولانا تعليمات د قام تعمير او د فيك نيوز په چېلنج قابو موندلو له مرستياله ګرځېدے شي۔صدر ډاكټر عارف علوي مولانا ظفر علي خان يو رول ماډل ګرځولو سره ووئيل مېډيا له د هغه پيروي كولو ته اړتيا ده۔بايد نوې نسل د صحافت٬ادب٬فن او د تاريخ په څانګو كښې د مولانا د ژوند او كارنامو څخه خبر كړے شي۔پلاوي صدر مملكت له د مولانا ظفر علي خان ميموريل ټرسټ په كردار بريفنګ وركړو۔دغسې پلاوي صدر مملكت د صحافتي او ادبي تصانيف محفوظولو او ودې په اړه د ټرسټ د خذمات نه خبر كړو۔په دې مهال صدر د مولانا ظفر علي خان ادبي تخليقات تحفظ او ودې لپاره د ټرسټ هلې ځلې وستائېلې
په ټولنه كښې مثبت بدلون لپاره د مولانا ظفر علي خان په صحافتي ميراث عمل كولو ته اړتيا ده ۔ د صدر ډاكټر عارف علوي د مولانا ظفر علي خان ټرسټ پلاوي سره خبرې
مضمون کا ماخذ : وائکنگز گو برزرک