جنېوا ۔16فروری (اے پی پی) د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) په ټولنو كښې د مخ په زياتېدونكې بدعنوانۍ سخته اندېښنه كولو سره په دې كښې د ككړو وګړو احتساب كولو او د مالياتي سپېځلتيا باوري كولو په حاجت زور راوړې دې۔ دا خبره په جنېوا كښې د ملګرو ملتونو په دفتر كښې د پاكستان مستقل استازي پاكستاني سفير خليل هاشمي د بدعنوانۍ په سرخط د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل كښې د او آئي سي نمائندګي كوؤنكي پېنل بحث په مهال وكړه۔ هغه ووئيل او آئي سي په بېلو صورتونو كښې د بدعنوانۍ لعنت په فعاله ډول د مخنيوي تګلارې په بشپړه توګه ملاتړ كوي۔ د فنانشل اکاؤنټېبلټی ټرانسپېرنسی اېنډ انټېګرېټی پېنل 2021 رپورټ لمخې نزدې 7 ټریلین امریکائي ډالر، كومې چې زياتېره د بدعنوانۍ بېلو شكلونو د لارې ترلاسه كولې شي هغه كرپشن لپاره د سازګار هېوادونو د لارې منتقل كولې شي۔ سفير خليل هاشمي ووئيل چې د بدعنوانۍ د لارې د ترلاسه شوي آمدن او د غلا شوې اولسي اثاثو د ګردې نړۍ هېوادونه او په خصوصي توګه پرمختګ كوؤنكي هېوادونه قيمت ادا كوي۔ دا هېوادونه وسائلو څخه محرومه كوي۔ هغه زياته كړه چې اسلامي عقيده د هر ډول بدعنوانۍ نه منع كوي۔ د دې لعنت مخنيوي له اخلاقي او قانوني لارښودنه كوي۔ هغه ووئيل په دې اړه اولسي شعور بېدارولو سره سره به د كرپشن لعنت مخنيوي له دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه مرسته كول وي او په دې لړ كښې زياتو نه زياته مالي سپېځلتيا او ديانتداري دومره ضروري ده څومره چې بدعنوانۍ ته د ودې وركوؤنكو او د دې نه د ګټه پورته كوؤنكو احتساب ضروري دے
د اسلامي مرستې تنظيم په بدعنوانۍ كښې د ككړو وګړو احتساب كولو ٬ مالياتي سپېځلتيا باوري كولو په حاجت زور
مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا