تاشقند 16جولائي (اے پي پي) وزیر اعظم عمران خان سره د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو او سیکورټي پالیسۍ اعلیٰ نمائندہ او د اروپائي کمېشن نائب صدر جوزف بورریل د جمعې په ورځ تاشقند كښې ”سنټرل اینډ سائوتھ ایشیا 2021:ریجنل کنکټویټي : چیلنجز اینډ اپرچونټېز“ په سرخط د کنفرنس په موقع ملاقات کړے۔ د ملاقات په مهال د پاکستان او اروپا ترمينځه د مرستي او افغانستان په صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ وزیراعظم په افغانستان كښې د امن عمل او انټرا افغان خبرو اترو لپاره د پاکستان په مهم كردار رڼا واچوله۔ده په دې خبره زور راوړو چې دا شخړه يواځي د افغانانو په مشرۍ كښې او د هغوي منلي شوي سیاسي عمل د لاري حل کیدې شي او سیاسی حل د كوټلو خبرو اترو سره تعلق لري ۔ وزیراعظم افغانستان څخه د غير ملكي عسكرو ستنيدو نه پس د نړيوالي ورورولۍ د پرله پسې شمولیت په اهميت زور راوړو دغسې چې هېواد كښې تل پاتې امن باوري كړے شي۔ وزیر اعظم د افغانستان په خراب شوي صورتحال او د هغي د پاکستان په سلامتیا په منفی اثرات د تشویش څرګندونه وكړه۔ده اروپائي ائتلاف او نړيوالي ورورولۍ څخه د افغان كډوالو د مرستي دوامداره ساتلو په حاجت هم زور راوړو
وزیراعظم عمران خان سره د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو ٬ د سیکورټي پالیسي اعلی نمائندہ او د اروپائي کمېشن نائب صدر ملاقات
مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا