اسلام آباد 12اګست (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان سره د عراق خارجه وزير ډاكټر فواد حسین د زيارت په ورځ ملقات كړے ۔ وزیراعظم د خارجه وزير هركلے وكړو او عراق سره د ملګرتيا اړېكو له د پاکستان د عزم پخلې ئې وكړو ٬ دغسې وزیراعظم د عراق تعمیرنو لپاره د هغه هڅي ستائلو سره راروانو پارلماني ټاكنو لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او په بيلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وزیراعظم د عراق وزیراعظم له د پاكستان دوري بلنه وركولو سره هيله څرګنده كړه چې هغه به ډير زر د پاكستان دوره وكړي۔ سيمه ايز تناظر كښې وزیراعظم د شخړو په خبرو اترو او د سفارتکارۍ د لاري د حل كولو په حاجت زور راوړو۔ وزیراعظم ووئيل د افغانستان مسئلې كوم عسکری حل نشته ٬ دغسې مخ په وړاندې د تللو يواځنۍ لاره سیاسی خبرې دي۔ ده د پاکستان افغانستان مسئلې كوټلي ، سیاسی حل لپاره پرله پسي په هڅو رڼا واچوله۔ افغان امن عمل كښې مرستي له د پاکستان د عزم پخلي كولو سره وزیراعظم په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې افغانستان كښې امن لپاره هڅي د ټولو شريكه ذمه واري ده۔د عراق خارجه وزير د وزیراعظم د كوربتوب مننه كولو سره د عراق قيادت د اړخه د نيكو هيلو پېغام ورسولو ۔ده ووئيل عراق پاکستان سره قوي اړيكي غواړي۔ د عراق وزیراعظم له په وركړې شوې بلنه مننه كولو سره ده د عراق وزیراعظم د اړخه وزیراعظم عمران خان له د عراق دوري كولو بلنه هم وركړه۔ د عراق خارجه وزير سيمه كښې تاؤ ترېښوالي كښې كمے او د سيمي هېوادونو ترمينځه مرستي ته ودې وركولو له د عراق په هڅو رڼا واچوله او وزیراعظم ورله په دغه هڅو كښې د بشپړه مرستي باور وركړو