اسلام آباد 02 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې په افغانستان كښې د عام وګړي ستونزې ختمولو او د معاشي كساد بازارې مخ نيوي لپاره د معاشي اقداماتو ضرورت دے، د افغان اولس انساني ضروريات دې پوره كړې شي. د خالي په ورځ وزيراعظم عمران خان د تاجكستان صدر امام علي رحمانوف سره په ټيليفون خبرې وكړې. وزيراعظم عمران خان د تاجكستان د صدر د هغه او د هغه د پلاوي په 16م او 17 ستمبر كال 2021م د دوشنبے اوسنې دورې په مهال په تود هركلي كولو مننه وكړه. دواړو مشرانو په دوشنبه كښې د شويو خبرو په پېش رفت هم خبرې وكړې. دواړو مشرانو د دوه اړخيزه مرستې په اوسنې كچه د اطمينان څرګندونه كولو سره د نزدې اړيكو لا مستحكم كولو د شريكو هڅو جاري ساتلو د عزم څرګندونه وكړه. وزيراعظم عمران خان د تاجكستان صدر د افغانستان پائيدار امن او استحكام لپاره د پاكستان د هڅو نه خبر كړو. ده په دې لړ كښې د قومي تفاهم په اهميت زور راوړو. وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د افغان اولس انساني ضروريات پوره كولو لپاره په سمدستي توګه اقداماتو ته ضرورت دے. بايد نړيواله ټولنه ضروري انساني مرستې لپاره خپل كليدي كردار ترسره كړي. ده په افغانستان كښې اقتصادي كساد بازارې او د عام وګړي د ستونزو خاتمې لپاره په معاشي اقداماتو هم رڼا واچوله. دواړو مشرانو په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره د مرستې هڅې په لا مربوط كولو او په دې لړ كښې په نزدې رابطه كښې په پاتې كېدو اتفاق وكړو.
په افغانستان كښې د عام وګړي ستونزې ختمولو او د معاشي كساد بازارې مخ نيوي لپاره د معاشي اقداماتو ضرورت دے. د وزيراعظم عمران خان د تاجكستان صدر امام علي رحمانوف سره په ټيليفون خبرې
مضمون کا ماخذ : لاتعداد وشال پانڈا